فرانسه: ایستل شوي افغانان ذهني روغتیا مرستو ته اړتیا لري

(نیویارک، ۲۴ مارچ ۲۰۲۲) – د بشري حقونو څار ادارې په خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي: شپږ میاشتې وړاندې کله چې طالبانو پر افغانستان حاکمیت تر لاسه کړ، فرانسې ته ډېر افغانان و ایستل شول، چې اوس مهال یې ګڼ شمېر له ټکانونو او رواني فشارونو څخه کړېږي. په داسې حال کې چې فرانسې د هغو وګړو په ګډون چې له دغه هېواد سره مسلکي تړاو لري، ایستل شویو افغانانو ته اړینې مرستې/ ملاتړ چمتو کړی، خو لا هم ډېرو عاجلو او رواني ټولنیزو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.

کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې طالبانو د افغانستان واک په لاس کې واخیستی، هغو افغانانو خپل ځانونه په ډېر خطر کې ولیدل، چې له بهرنیو دولتونو او پوځونو، د افغانستان په دولت، ملي اردو او امنیتي برخو کې یې دنده تر سره کړې وه. هغو ژورنالستانو او ګڼ شمېر نورو خلکو هم د خطر احساس وکړ، چې د بشري حقونو او ډیموکراسۍ د ودې په ګډون یې په مختلفو برخو له بهرنیو غیردولتي ادارو سره کار کړی وو. له دغو وګړو څخه ډېر یې په چټک ډول له هېواد څخه ووتل، چې ډېرو یې آن خپلې کورنۍ هم په افغانستان کې پرېښودلې.

Region / Country