افغانستان: پر ملکيانو د ترهګرو بریدونه زیات شوي دي

د بشري حقونو څار ادارې په هغه راپور کې چې نن يې خپور کړی دی، ويلي چې په افغانستان کې پر ملکیانو د ترهګریزو بريدونو د قربانیانو کورنۍ او د بریدونو ټپيان له سختو مالي، طبي او رواني ستونزو سره مخ دي، دوی په‌دې برخه کې جدي مرستو ته اړتیا لري. د افغانستان حکومت باید ډاډ ورکړي چې پروګرامونه يې د هغو قربانیانو لپاره چې د طالبانو او په اسلامي حکومت پورې اړوندو وسله‌والو ډلو له‌خوا په شویو بریدونو کې ورته زیان رسېږي، مرستندویه تمامېږي؛ باید په‌دې هم ځان ډاډمن کړي چې هغه کسان چې مرستو ته اړتیا لري، د دوی دې پروګرامونو ته لاسرسی لري.

Region / Country