Skip to cookie privacy notice
Skip to main content
Human Rights Watch
العربية
简中
繁中
English
Français
Deutsch
日本語
Русский
Português
Español
More
languages
Search
Donate Now
Search
العربية
简中
繁中
English
Français
Deutsch
日本語
Русский
Português
Español
More
languages
Would you like to read this page in another language?
Yes
No, don't ask again
✕
Close
February 13, 2017
Available In
English
دری
پښتو
د پاکستان زورزیاتی او د ملګرو ملتونو ښکېلتیا
له پاکستان څخه په زور ایستل شوی افغان کډوال، له یوې شپې مزل وروسته د کرایه کړي ټرک تر څنګ چې کالي او د کور نور وسایل یې په کې بار کړي، ولاړ دي. د ۲۰۱۶ کال اکټوبر میاشت. © عکاس: حسین سادات، ۲۰۱۶
له پاکستان څخه په زوره ایستل شویو افغان کډوالو لهخوا کرایه شوي ټرکونه چې د دوی کالي او د کور نور وسایل په کې بار دي، د کابل ښار په يوه څنډه کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د مرستندویه مرکز بهر کتارونه جوړ کړي دي. ۲۰۱۶ کال، اکټوبر میاشت. © عکاس: حسین سادات، ۲۰۱۶
د ۲۰۱۶ کال له نیمايي را پهدېخوا له پاکستان څخه د ۳۶۰۰۰۰ په زوره ایستل شویو کډوالو لویه برخه له يوې شپې مزل وروسته کابل ښار بهر، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې يوه مرستندویه مرکز ته را رسېږي. په پاکستان کې له څو لسیزو ژوند وروسته راستنو شویو کډوالو ټرکونه کرایه کړي، تر څو له دوی سره افغانستان ته د دوی د کور کالي او نور وسایل را ولېږدوي. دا کډوال وسلهوالو جګړو او اقتصادي ستونزو ته راستنېږي، د دوی ډېری نه کورونه لري او نه هم ځمکې. © عکاس: حسین سادات، ۲۰۱۶
په پاکستان کې له څو لسیزو ژوند وروسته، په زوره رایستل شویو کډوالو لهخوا کرایه شوي ټرکونه چې د دوی کالي او د کور نور سامانونه په کې بار دي، د ۲۰۱۶ کال د اکټوبر په میاشت کې له کابل څخه بهر د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په مرستندویه مرکز کې کتارونه جوړ کړي دي. د اکټوبر په میاشت کې چې د کډوالو راستنېدل خپل تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي وو، هره ورځ به سلګونه ټرکونه کابل ته را رسېدل. © عکاس: حسین سادات، ۲۰۱۶
د افغان کډوالو ښځې او ماشومان وروسته له هغه په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې یوه مرستندویه مرکز ته ورسېدل چې د ۲۰۱۶ کال د اکټوبر په میاشت کې د پاکستان لهخوا له هغه هېواده په زور وایستل شول؛ د پاکستان ګواښونو او زورزیاتي ۳۶۰۰۰۰ ثبت شوي او ۲۰۰۰۰۰ نا ثبت شوي کډوال د جولای او نومبر میاشتو تر منځ د هغه هېواد پرېښودو ته مجبور شوي، ډېری يې کورونه او ځمکې نه لري چې هلته ورستانه شي. © عکاس: حسین سادات، ۲۰۱۶
د ۲۰۱۶ کال د اکټوبر په میاشت کې له پاکستان څخه په زور رایستل شویو افغان کډوالو پنځه ماشومان خپلو میندو او پلرونو ته انتظار دي چې له کابل څخه بهر د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په يوه مرستندویه مرکز کې ځانونه ثبت کړي. نږدې ۶۰۰۰۰۰ افغانان چې ۳۶۰۰۰۰ يې ثبت شوي کډوال دي، د ۲۰۱۶ کال په دویمه نیمايي کې جګړو او لوږې ته راستانه شول. © عکاس: حسین سادات، ۲۰۱۶
۵۰ کلن محمد علم د ۲۰۱۶ کال د اکټوبر په میاشت کې له کابله بهر د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په يوه مرستندویه مرکز کې نوم ثبتولو ته انتظار باسي. په پاکستان کې له ۳۲ کاله ژوند وروسته د حکومت لهخوا د تبعید ګواښ او هره ورځ د پولیسو لهخوا په غیر قانوني ډول د پیسو اخیستلو له کبله اړ شوی چې د خپل جګړهځپلي هېواد کندوز ولایت ته راستون شي. © عکاس: حسین سادات، ۲۰۱۶
Region / Country
Asia
افغانستان
Pakistan
Topic
Migrant and Refugee Children
Refugees and Migrants
Asylum Seekers
Internally Displaced People
Migrants