پاکستان ګڼ شمېر افغان کډوال په زوره افغانستان ته راستانه کړل

 

(کابل، د ۲۰۱۷ کال د فبروري ۱۳مه) – د بشري حقونو د څار ادارې نن په يوه خپار شوي راپور کې ویلي چې پاکستاني چارواکو له ګواښونو او زورزیاتي ډک يو کمپاین پر لاره واچوی چې د ۲۰۱۶ کال د جولای له میاشتې را په‌دې خوا نږدې ۶۰۰۰۰۰ افغان کډوال له‌دې هېواده وباسي. د راستنو شویو کډوالو له منځه ۳۶۵۰۰۰ ثبت شوي کډوال دي چې په نړۍ کې تر اوسه د ایستل شویو کډوالو تر ټولو لوی شمېر جوړوي، دا راستانه شوي کډوال له ډېرېدونکیو وسله‌والو جګړو، تاوتریخوالي، لوږې او بې‌ځایه کېدو له خطر سره مخ دي.


دا ۷۶ مخیز راپور، "د پاکستان زورزیاتی او د ملګرو ملتونو ښکېلتیا: په زوره د افغانو کډوالو راستنول" د پاکستان زورزیاتیو او د کډوالو په هڅولو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له‌پاره عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د ونډې په اړه اسناد وړاندي کوي؛ د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپله خوښه د کډوالو د راستنولو د پرواګرام پیاوړي کولو او په زور زیاتي د راستنولو پر وړاندې چوپ پاتې کېدو سره د پاکستان له‌خوا په ډله‌يیزه توګه د افغان کډوالو په راستنولو کې ښکېله ده. د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې ملګري ملتونه او نړیوال مرسته ورکونکي باید پر پاکستان فشار راوړي چې زورزیاتی پای ته ورسوي او پاتې ۱.۱ میلیون افغان کډوال په پاکستان کې پرېږدي او ۷۵۰۰۰۰ نور ناثبت شويو کډوالو ته د پناه غوښتلو اجازه ورکړي.

Region / Country