Skip to main content

دبشري حقونو څار بنسټ:حکمتیار باید دخپلو تېرکړنو په اړه حساب ورکړي

د یاد سازمان د افغانستان د برخې مسؤوله ټینګار کوي چې حکمتیار د تېرو نورو ټوپک سالارانو په څی‎ېر حساب ورکوونکی نه دی. نوموړې د رسنیو په اړه د حکمتیار پر دریځ هم نیوکه کوي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار څخه غواړي چې د تېرو کړنو په اړه حساب ورکړي. 

اخوا د کابل یو شمېر اوسېدوونکي په ښار کې د حزب اسلامي د وسله والو پلویانو له ګرځېدو اندېښنه لري.

ګلبدین حکمتیار تر اوسه دوه ځلې ټینګار کړی ټول هغه څه چې پخوا تېر شوي باید له یاده وویستل شي، خو د بشري حقونو د څار بنسټ ټینګار کوي جګړه ماران باید د هغه څه په اړه چې په کورنیو جګړو کې تېر شوي په اړه یې ځواب ورکړي.

د افغانستان په برخه کې د بشري حقونو د څار بنسټ څېړونکې تریشیا ګاسمن وویل:«ډیر پیاوړي اسناد شته چې ښيي د هغه ځواکونو، مجروح ترور کړ. له دې امله چې مجروح د حکمتیار کلک منتقد وو او وروسته له هغه چې د پاکستان په پنډغالو کې  د افغانانوپه اړه یوه نظر پوښتنه پیل کړه، حکمتیار په هغه نیوکه وکړه او د هغه ځواکونو مجروح ترور کړ.»

 د حزب اسلامي ویاندویان په دې اړه څه نه وايي، خو ګلبدین حکمتیار په کابل کې د وینا پرمهال د هغه څه په هېرولو ټینګار وکړ چې پخوا ترسره شوي دي.

ګلبدین حکمتیار وویل:«موږ ژمنه کوو چې یو نوی باب پرانیزو او تېر هېر کړو.»

که څه هم چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سولې له پیغام سره پلازمېنې ته راغلی دی خو پلویانو ې له درنو او سپکو وسلو سره کابل ته د حکمتیار د راتلو هرکلی وکړ.

د کابل اوسېدونکي محمد ګلاب وویل:«دا یو وحشت وو،ټول حیران شوي وو چې په ښار کې څه شوي دی.»

د کابل بل اوسېدونکي سید یوسف هم وویل:«دوی کابل ته له راتګ څخه مخکې له حکومت سره هوکړه کړې وه او خپلې وسلې یې حکومت ته سپارلې وای، ځکه چې له سولې سره راغلي وو.»

تاج‎میر چې له شلو کلونو راهیسې د کابل په ده افغانو سیمه کې بوټان ګندي وايي چې د پنجشنبې ورځې وضعیت ټول ویرولي وو.

هغه وویل:«له ډېرو وسلو سره کابل ته راغلل،باید داسې نه وای شوي او باید خپلې وسلې یې له وړاندې حکومت ته سپارلې وای.»

د بشري حقونو څېړونکي همدارز د رسنیو په اړه د ګلبدین حکتیار په دریځ نیوکه کوي او د یوې نیمې لسیزې د لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار کوي.

شریک یي کړئ

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.