Skip to main content

افغانستان

د ۲۰۱۸ کال د اپريل په ۳۰مه نېټه امنيتي ځواکونه له دويمې چاودنې وروسته د ځانمرګي بريد له ساحې څخه د تېښتي په حال کې دي. د کابل په مرکز کې غبرګو ځانمرګو بريدونو د ۹ تنو خبریالانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ ملکيان ووژل..

© ۲۰۱۸ د اسوشېټید پرېس انځور/ مسعود حسیني

په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸ کال کې د مخالفينو، نړيوالو او دولتي ځواکونو له لوري نظامي عمليات ډېر شوي، ورسره سم په ښاري سیمو کې د مخالفینو له لوري بریدونو هم زور اخیستی دی. دې پراخېدونکې وسله‌والې جګړې د جنوري او ډسمبر تر منځ د ۱۰۰۰۰ شا او خوا ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. مخالفين د ملکي وګړو په نښه کولو او له توپیر پرته د بريدونو له کبله د دې مرګ ژوبلي د لوړې برخې مسوولین بلل کېږي، خو د افغان او امريکايي ځواکونو له لوري هوايي بريدونو هم سږ کال سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې. د هغو بریدونو په تړاو چې د دوی له لوري شوي او له امله یې دا ممکنه جنګي جرمونه را منځته شوي، هیڅ لوري: نه د امریکا او نه هم د افغانستان حکومت پلټنه کړې.

که څه هم افغانستان د ۲۰۱۸ کال په اپرېل میاشت کې د شکنجې پر وړاندې د ملګرو ملتونو اختياري پروټوکول لاسليک کړ، خو په دې کې پاتې راغلی، چې عملي یې کړي او هغو پوليسو او د ملي امنیت رياست له پرسونل سره حساب وکړي چې په شکنجو، صحرايي محاکمو او تبعیدولو کې لاس لري. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو پر وړاندې چوپتیا او معافيت په دې معنی دی چې ښځې او نجونې تر اوسه هم په محکمو کې له عدالته نه دې برخه‌منې شوې، ځکه څارنوالان او پوليس پر دوی فشار راوړي چې د عاملینو له محکمې پرته، د منځګړيتوب له لارې قضيې حل کړي. له ۲۰۰۲ م کال را په دېخوا د لومړي ځل لپاره په ښوونځیو کې د افغان ماشومانو کچه را ټیټه شوې ده، چې له دې ډلې ۶۰ سلنه نجوني دي چې د دې کال په اوږدو کې هیڅ ښوونځي ته نه دي تللې.

ټولټاکنو ته د چمتووالي وخت له ګڼو ستونزو ډک وو، مخالفينو پر نوماندانو، ښوونځیو او هغو ځایونو او بنسټونو بریدونه وکړل چې د رایې ورکونې په موخه د نوم‌لیکنې لپاره کارېدل. د ټولټاکنو په ورځ پر رايه ورکونکو، لارو کوڅو او د رايه ورکونې پر مرکزونو شویو بريدونو تر ۴۰۰ ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله. په ټاکنو کې پراخو درغلیو او د رایو پېر او پلور شواهدو د پارلماني ټولټاکنو اعتبار زيانمن کړ او د ۲۰۱۹ کال د ولسمشريزو ټولټاکنو پر اعتبار يې شکونه را پیدا کړل.

د ناوړه وچکالۍ چې په تېرو څو لسیزو کې يې ساری نه درلود له امله او له ايران څخه ويستل شویو کډوالو د هغو سلګونه زرو بې‌ځایه شویو وګړو شمېر لا پسې لوړ کړ چې د جګړې له کبله يې خپل ځایونه پرېيښي دي، په دې سره د موجوده بشري مرستو او چوپړتیاوو وړاندې کوونکو سرچینو مسووليتونه لا ډېر شوي دي.

له نړیوالو بشري قوانينو سرغړونه

د اسلامي دولت د خراسان ډله، چې د اسلامي دولت د افغانستان څانګه ده، پر شیعه لیږکیو د بريدونو په ګډون ښاري سیمو کې بريدونه ډېر کړي دي.

دشت برچي سیمه چې د کابل په لوېديځ پرته ده، د ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې د ګڼو بريدونو شاهده وه. د اګسټ د مياشتې په ۱۵مه د کانکور لپاره د چمتووالي پر يوه کورس بريد ۳۴ تنه مړه او ۷۰ تنه نور ټپيان کړل. د سپټمبر په ۶مه د کابل په یوه ورزشي کلب کې دوه پرله پسې چاودنو لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل. د اسلامي دولت خراسان ولایت ډلې په بشري او روغتیايي بنسټونو هم بريدونه وکړل. په جلال اباد کې د ماشومانو د ساتنې ادارې پر دفتر د جنوري د ۲۴مې په بريد کې ۶ ملکي وګړي ووژل شول او ۲۷ تنه نور ټپیان یې کړل. د جولای په ۲۸مه د روغتياپالنې په یوه روزنیز ښوونځي بريد ۳ کسان ووژل او د ننګرهار د کډوالو پر دفتر د جولای د ۳۱مې بريد ۱۳ کسان ووژل. د اسلامي دولت د خراسان ولایت ډلې پر رسنیو هم بريدونه کړي دي. د اپرېل په ۳۰مه یوه ځانمرګي بریدګر چې د کمره‌مين په جامه کې یې ځان پټ کړی وو د هغو ژورناليستانو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه چې له مخکې رامنځته شوې چاودنې په اړه يې راپورونه چمتو کول. په‌دې پېښه کې ۹ تنه ووژل شول. د طلوع نيوز دوه خبريالان هم هغه مهال په دويم ځانمرګي برید کې ووژل شول چې په دشت برچي کې يې د سپټمبر د ۶مې نېټې پر بمي بريد راپور چمتو کوی.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې يوازې افغان حکومت او نظامي بنسټونه په نښه کوي، خو له داسې وسایلو کار اخلي چې له توپیر پرته يې سلګونه ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. د ۲۰۱۸ کال د جنوري په ۲۸مه نېټه طالبانو له یوه امبولانس موټر څخه په ګټه اخیستنې یو مرګونی برید وکړ، چې له امله یې تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول. د اپرېل په ۳۰مه کندهار کې د ناټو پر يوه کاروان د طالبانو بريد د څېرمه ښوونځي ۱۱ تنه زده‌کوونکي ماشومان ووژل. داسې ګمان کېږي چې طالبان د هغه موټر بمب مسووليت هم په غاړه لري چې د مارچ په ۲۳مه د هلمند د لشکرګاه په يوه لوبغالي کې وچاودېد او ۱۵ تنه يې مړه او ۴۰ تنه نور يې ټپيان کړل. همدا پېښه د دې لامل شوه چې د هلمند یوه ډله ځوانان راپاڅي او سوله‌یيز مارش پیل کړي، له دوی سره د ځانمرګو او د هوايي بريدونو د قربانيانو بچ شوي خپلوان هم ګډ شول او د افغانستان له يوه سره تر بله سره يې پلی سفر وکړ، دوی په لاره پرتو ښارونو کې دمې وکړې، له خلکو سره یې خبرې وکړې او د جګړې د پاي ته رسولو غږونه اوچت کړل. دوی د نومبر تر مياشتې مزار ته ورسېدل، مزار د مارش د پیل له ځایه ۵۰۰ کيلو مټره لېرې پروت دی.

د امریکايي او افغان هوايي ځواکونو له لوري په عملياتو کې ۶۰۰ تنو مرګ‌ژوبله اوښتې ده؛ د اپرېل په ۲مه د افغانستان هوايي ځواکونو چورلکې به شمالي کندوز ولایت کې د یوې مدرسې د فراغت غونډه په نښه کړه چې د برید په پایله کې۳۰  کسان مړه او ۵۱ نور يې ټپیان کړل. د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې د جولای د مياشتې په يوه هوايي بريد کې د یوې کورنۍ ۱۴ تنه ووژل شول چې ۵ ښځې او د ۲ – ۱۴ کلونو تر منځ ماشومان هم په کې شامل وو. امریکا بیا يوازې د څو محدودو بريدونو داخلي پلټنې وکړې، نه یې له ساحې څخه لیدنه وکړه او نه يې هم له کوم عیني شاهد سره مرکه کړې. افغان دولت د څو هغو بريدونو داخلي پلټنه وکړه چې ملکيان يې وژلي وو، په غزني ولایت کې د طالبانو د ۶ ورځنیو عملياتو پر مهال دواړو لوریو (مخالفينو او حکومتي ځواکونو) پرته له دې چې د ملکیانو د اوسېدو ګڼ مېشتي سیمې په نظر کې ونیسي، بريدونه وکړل چې په پایله کې يې ۳۰۰ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

هغه ځانګړي افغان ځواکونه چې د شپې له خوا د پلټنو او بريدونو عمليات کوي، له محاکمې پرته وژنې کوي. د ۲۰۱۸ کال د جنوري د ۳۱مې په شپه د کندهار ولایت د میوند ولسوالي په یوه کلي کې د طالبانو پر قرارګاه د برید په ترڅ کې د افغانستان ځانګړو ځواکونو ۲۰ تنه ملکيان ووژل. د افغانستان د ملي امنيت یوې چورلکې د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په کرنيزو ځمکو کې ۸ بزګران ووژل.

د اپريل پر ۳۰مه نېټه ناپېژندل شویو وسله‌والو په خوست ولایت کې د بی بي سي یو خبريال وواژه، هغه د CIA تر قوماندې لاندې د خوست د محافظت پر ځواکونو له نیوکو ډکې لیکنې کړې وې. د خوست د محافظت ځواکونه هغه ملیشه ډله ده چې د CIA تر ملاتړ لاندې عمليات کوي. د دې وژنو لپاره هيڅوک مسوول و نه ګڼل شول.

ټولټاکنو پورې تړلی تاوتريخوالی

طالبانو او د اسلامي دولت خراسان ولایت پر ټولټاکنيزو بنسټونو ګڼ بریدونه وکړل، د دې بهیر کاکوونکي یې وګواښل. د اپرېل په ۲۲مه د کابل د دشتي برچي په شيعه مېشته سيمه کې د اسلامي دولت خراسان ولايت یوه ځانمرګي بريد کوونکي د رايه‌ورکوونکو د نوم‌ليکنې پر مرکز بريد کې ۶۹ کسان ووژل او ۱۳۸ تنه نور یې ټپیان کړل، له دې کسانو څخه یې ډېری ښځې او ماشومان وو. د مې میاشتې په ۶مه نېټه په خوست ولايت کې د رايه ورکوونکو د نوم لیکنې پر يوه مرکز د اسلامي دولت د خراسان ولايت ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۱۴ ملکيان ووژل. د جولای په لومړۍ نېټه د اسلامي دولت د خراسان ولایت د هندو او سيک لیږه‌کیو پر هغه هيئت چې په جلال اباد کې له والي سره د خبرو لپاره روان وو، برید وکړ او د سيک ټولنې ۱۰ – ۱۹ کسان يې ووژل چې په منځ کې يې پارلمان ته د سيکانو یوازنی نوماند هم شامل وو.

د اپرېل په ۱۸مه نېټه، چې په ټول افغانستان کې د رایه‌ورکونکو د نوم‌لیکنې بهير پيل شو، طالبانو یوه اعلامیه خپره کړه چې د ټولټاکنو د غندلو تر څنګ يې خلکو ته په ټولټاکنو کې د نه ګډون خبرداری ورکړ. د يوناما د دفتر د راپور له مخې د اپرېل په ۲۳مه د طالب مشرانو د لغمان ولايت د عليشنګ په ولسوالۍ کې خلکو ته خبرداری ورکړی وو چې په ټولټاکنو کې ګډون کوونکي به له سختو عواقبو سره مخ شی. خو سپین ږيرو طالبانو ته وويل چې په دې بهیر کې دې لاسوهنه نه کوي. د مې د میاشتې په ۳مه نېټه طالبانو د جوزجان ولايت په ماردين ولسوالۍ کې د ټولټاکنو اړوند ۲۰ کارکوونکي وتښتول او هغوی یې په وژلو وګواښل، خو وروسته یې بيا ۱۷ تنه کارکوونکي په دې دلیل خوشي کړل چې په ټولټاکنو کې به نور کار نه کوي. د دې راپور د لیکلو تر مهاله د دریو تنو برخلیک لا هم معلوم نه دی.

د اکټوبر په ۲۰مه او ۲۱مه چې د ټولټاکنو ورځ وه، طالبانو په افغانستان کې ګڼ بریدونه وکړل، چې له ۴۰۰ تنو څخه ډېرو خلکو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله.

د ښځو او نجونو حقونه

پر ښځو د تاوتریخوالي عاملینو پر وړاندې لا هم معافيت موجود دی، پوليس په ورځني ډول د قضيو له ثبتولو ډډه کوي او د تاوتريخوالي له قربانیانو غواړي چې بېرته له خپلو خاوندانو سره ژوند کولو ته ور وګرځي. د ۲۰۱۸ کال په مې مياشت کې د يوناما دفتر خبر ورکړ چې ان د قتل او جنسي تېري قضيې هم تر محکمې نه دي رسېدلي. افغان چارواکي هره ورځ قربانيان یا بېرته له دې پرته چې قضیه یې حل شي، لېږي او يا فشار پر راوړي چې د منځګړيتوب له لارې قضيه حل کړي؛ دا داسې بهیر دی چې په ترڅ کې يې تېری کوونکی يوازې د دې ژمنه کوي چې بيا به داسي جرم نه کوي. همدا راز يوناما دفتر د ښځو هغه وژنې هم ارزولې دي چې د غيرت په نامه وژل کېږي؛ د دې قضيو ډېره لوړه برخه ان تر محاکمو نه رسېږي او د سپینږیرو په منځګړيتوب حل شوې دي.

د ولسمشر اشرف غني د ۲۰۱۶ کال پر کړیو ژمنو برسېره، چې ویلي یې وو چې د هغو ښځو بندي کول به پای ته ورسوي چې له کوره تښتېدلې دي، خو په ۲۰۱۸ کال کې پوليسو او څارنوالانو د هغو ښځو بندي کول لا هم جاري ساتلي دي چې پر اخلاقي جرمونو لکه: له کوره تېښته او په زنا تورنې وې.

همداراز پولیسو او څارنوالانو ښځې او نجونې د دولتي ډاکترانو له لارې د جراحۍ او ساينس له پلوه اینوليد مهبلي او مقعدي معایناتو ته راجع کړې دي، څو معلومه کړي چې د دغو ښځو او نجونو بکارت جوړ دی او که نه. افغان لوړپوړي چارواکي ادعا کوي چې حکومت دغه معاینات بند کړي دي، خو ځینو چارواکو د بشري حقونو څار ادارې ته ويلي چې لا هم دغه ډول معاینات په پراخه کچه شتون لري او ګڼ  قاضيان، څارنوالان، پولیس چارواکي هره ورځ د بکارت د ازمايښت امرونه ورکوي.

په افغانستان کې معيوبې ښځې زده کړې او روغتيايي چوپړتیاوو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي، د ۲۰۱۸ کال د مارچ او جون په مياشتو کې شویو مرکو کې معيوبو ښځو خبر ورکړی چې کله د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معيوبينو وزارته د مرستې غوښتنه وکړي، د جنسي زورونې له پېښو سره مخ کېږي. که څه هم وزارت د جګړې ټپیانو ته يوه محدوده کچه مالي مرسته ورکوي، خو د هغه چا لپاره چې له پېښي روغ وتلی وي او يا معيوب شوی وي، محدودو رواني چوپړتیاوو ته لاسرسی لري.

شکنجه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون د ۲۰۱۸ کال د جون د مياشتې د راپور له مخې که څه هم افغانستان د شکنجې پر وړاندې د ملګرو ملتونو د اختياري کنوانسیون پروټوکول، چې د شکنجې پر وړاندې تصويب شوی قانون دی، لاسليک کړی دی او د شکنجې پر وړاندې يې یو حکومتي کمېسون هم جوړ کړی دی، خو بیا هم په حکومت کې د ۲۰۱۴ کال له پیله تر اوسه د شکنجې پر وړاندې کوم د پام وړ بدلون نه دی راغلی او نه يې هم کوم په شکنجه تورن حکومتي چارواکی محاکمه کړی.

د جولايي په ۲۲مه د ولسمشر لومړی مرستيال، په بهر کې له یوه کال ډېر غيابته وروسته چې د اختطاف، ناقانونه محبسونو، پر سيال ازبک سیاستوال، احمد اشچی د جنسي تېري په تور تښتېدلی وو، بېرته هېواد ته راستون شو،  که څه هم د کابل يوې جزايي محکمې په ۲۰۱۷ کال کې د دوستم ۷ محافظين  په غيابت کې پر جنسي تېري او ناقانونه حبس تورن او په پنځه، پنځه کاله بند محکوم کړل، خو د دې راپور تر لیکلو پورې، تر اوسه يو هم نه دی محاکمه شوی.

د ۲۰۱۷ کال په پای کې د افغانستان د روڼتیا څار سازمان له خوا په يوه خپاره شوي راپور کې د افغانستان په محبسونو او توقيف‌خونو کې د غير انساني وضعیت په اړه شواهد وړاندې کړل چې د زیاتې ګڼې ګوڼې، ناکافي تشنابونو، څښاک اوبو، توشکو او نورو اسانتياو نشتوالی په کې شامل دی.

په افغانستان کې له همجنس سره د جنسي اړيکو ساتلو د هغه قانون له مخې، چې د مجردو اشخاصو تر منځ هر ډول جنسي اړيکي ناروا بولي، په له ۵ تر ۱۵ کلونو حبس محکومېږي.

زده کړو ته لاسرسی او پر معارف بريدونه، په پوځ کې د کم عمره ځوانان ګمارل

د يوناما د راپورونو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې چې کوم ښوونځي او مسجدونه د رایه ورکونکو د نوم لیکنې لپاره کارول شوي وو، د مخالفينو او په تېره بيا د اسلامي دولت د خراسان ډلې له لوري لسګونه ځله تر بریدونو لاندي راغلي دي او په نښه شوي دي.

د ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې په ۲مه نېټه طالبانو د پکتيکا په ښرڼه ولسوالۍ کې ښوونکو ته ګواښ وکړ چې هغه ښوونځي به وسوزوي چې د ټولټاکنو لپاره وکارول شي. د اکټوبر تر مياشتې د دې ولسوالۍ ښوونځي تړلي وو. په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت خراسان ډلې د امريکا او افغان هوايي ځواکونو د بمبار په ځواب کې د نجونو ۸۰ ښوونځي وتړل، ځينې ښوونځي د اکټوبر د ۲۰مې نېټې د ټولټاکنو پر مهال وتړل شول. همداراز دې ګروپ د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۱۱مه په جلال اباد کې د ولسوالۍ د معارف پر مديریت برید وکړ، چې په پایله کې یې  ۱۱ تنه مړه او ۱۷ نور يې ټپیان کړل. د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشت کې طالبانو د هغه بريد په ځواب کې د لوګر ولايت ۲۹ ښوونځي وتړل چې د يوه طالب قوماندان پر کور د حکومت پلوه ملېشو له لوري شوی وو. که څه هم په ۲۰۱۶ کال کې حکومت په اردو کې له ۱۸ کلونو کم عمره زلميانو برتي کول جرم بللی دی، خو دا کار په تېره بيا د محلي پوليسو او حکومت پلوه ملېشو په منځ کې تر اوسه هم دود دی. یوناما د اسلامي دولت د خراسان ډلې او طالبانو له لوري د ماشومانو د ګمارلو په اړه هم اسناد تر لاسه کړي دي.

د یونيسیف د دفتر د ۲۰۱۸ کال د جون د مياشتې د يوه راپور موندنې ښيي چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د افغان ماشومانو شمېر په ښوونځيو کې رالوېدلی دی، چې له امله یې نجونې ډېرې اغېزمنې شوې دي. تر ۳.۷ میليونه ماشومان چې د هېواد نږدې نیمايي ماشومان جوړوي، له زده کړو بې برخي دي، په ۲۰۱۶ کال کې دا شمېره ۳.۵ میليونه وه، ۶۰ سلنه يې نجوني دي. په ګڼو ولايتونو کې له ۱۵ سلنې ټیټه کچه زده کوونکي نجونې دي.

حکومت او مخالفين دواړه ښوونځي د نظامي موخو لپاره کاروي.

نړيوال کليدي لوبغاړي

د ټرمپ د ادارې د جنوبي اسيا اسټراټیژۍ تر رهبري لاندې چې په ۲۰۱۷ کال کې اعلان شوه، د امریکايي سرتېرو شمېر ۱۵۰۰۰ ته لوړ شو چې له منځه يې د لوړ پوړو نظامي سلاکارانو يوه ۸۰۰ کسیزه لیوا هم ده چې په مارچ کې له افغان ځواکونو سره د مرستې او سلا مشورې په موخه وګمارل شول. امريکا خپل هوايي بريدونه او د بې پيلوټه الوتکو پټ بريدونه پراخ کړي دي چې په ترڅ کې يې له جنوري تر نومبر مياشتې پورې ۵۰۰۰ بمونه او میزایل کارولي دي، له ۲۰۱۱ کال را په دېخوا تر ټولو لوړ شمېر دی.

امريکا د لومړي ځل لپاره له طالبانو سره د يوې سوله‌ييزي حل‌لارې موندلو په موخه مذاکراتو ته چمتو شوه. چې په ترڅ کې یې په جولای میاشت کې د طالب چارواکو او د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال، الیس ویلز Alice Wells تر منځ په دوحه کې يوه ناسته وشوه.

که څه هم ولسمشر غني په ۲۰۱۷ کال کې مرسته ورکوونکو هېوادونو ته وويل چې د شکنجې او جنسي تېري هغه قضيه چې د ولسمشر لومړی مرستيال، دوستم په کې ښکېل دی، د هغه د حکومت لپاره ننګونه ده چې د بشري حقونو څخه په سرغړاوي تورنو چارواکو محاکمې ته یې خنډ جوړ کړی دی، يوازې ناروې او اروپايي اتحاديې کابل ته د دوستم د بيا راګرځېدلو پر مهال د هغه د محاکمې د بشپړولو پر اړتیا خپل رسمي دریز څرګند کړ، خو له هیڅ ډول قانوني پايلو سره مخ نه شو.

د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر مياشت کې د اروپايي اتحاديې پارلمان په افغانستان کې د ورځ تر بلې خرابېدونکي امنيت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او پر حکومت يې غږ وکړ چې د کډوالو له راستنولو ډډه وکړي. د ۲۰۱۸ کال په مې مياشت کې اروپايي اتحاديې د پوليسو په چارو کې د نړيوالو کارپوهانو يوه ډله وګمارله چې د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت او د ملي امنيت د شورا له کارکوونکو سره کار وکړي.

د استراليايي هغو ځانګړو ځواکونو چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ يې په اروزګان ولايت کې دنده تر سره کړې وه، د جنګي جرمونو د يوه ځانګړې پلټنې له خوا تر پوښتنو لاندې راغلل چې د پاول بریریټون Paul Brereton په نامه د جنوبي ويلز د سترې محکمې قاضي له خوا يې مشري کېدله.

د جنګي جرمونو د نړيوالې محکمې څارنوال د ۲۰۱۷ کال په نومبر مياشت کې د دې محکمې له قاضيانو څخه د هغو ممکنه جنګي او بشريت پر وړاندې شويو جرمونو په اړه د پلټنې د پیلولو اجازه وغوښتله چې د طالبانو، د افغان حکومت ځواکونو او امريکايي ځواکونو له خوا د ۲۰۰۳ کال د مې له لومړۍ نېټې را په دېخوا چې افغانستان د دې محکمې غړيتوب هم تر لاسه کړی، تر سره شوي وي. د سيپټمبر پر ۱۰مه امريکا خبرداری ورکړ چې هغه چا ته به سزا ورکړي چې د جنګي جرمونو له نړيوالې محکمې سره د امریکا د جګړې مهال فعالیتونو په اړه هر اړخيره پلټنه وکړي.