۵۰ کلن محمد علم د ۲۰۱۶ کال د اکټوبر په میاشت کې له کابله بهر د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په يوه مرستندویه مرکز کې نوم ثبتولو ته انتظار باسي. په پاکستان کې له ۳۲  کاله ژوند وروسته د حکومت له‌خوا د تبعید ګواښ او هره ورځ د پولیسو له‌خوا په غیر قانوني ډول د پیسو اخیستلو له کبله اړ شوی چې د خپل جګړه‌ځپلي هېواد  کندوز ولایت ته راستون شي.